IQNA

د مالیزیا په کنفرانس کښې د اسلامي نړۍ د موضوعاتو څیړنه

0:54 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482640
نړیواله ډله: په مالیزیا کښې د اسلامي نړۍ باندې تاثیر لرونکې موضوعاتو څیړنه او بحث د «په تنوع کښې اتحاد» عنوان لاندې ترسره کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، له Malay Mail څخه په نقل، په تنوع کښې اتحاد (International Unity in Diversity Conference) نړیوال کانفرانس هدف په اسلامي نړۍ باندې تاثیر لرونکې اخیري حالاتو څیړنه او بحث دې، دا کنفرانس د چهارشنبه په ورځ په کوالالمپور کښې پيل کېږي.
دا کنفرانس په تیره میاشته کښې د کوالالمپور اجلاس له بریالی ورستو ترسره کېږي چې د مالیزیا د لومړي وزیر ماهاتیر محمد له اړخه او د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د ایران، ترکی، او قطر  د مشرانو او غړو په ګډون سره ترسره شوي وو.
د اسلامي فکر نړیواله موسسه) (International Institute of Islamic Thought)، د مسلمانانو د کسپي ټولنې  (Muslims Professional Forum)‌  او د مالیزیا د ځواناو اسلامي غورځنګ (Malaysian Islamic Youth Movement) د «په تنوع کښې اتحاد» کنفرانس په ګډون سره ترسره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3869210
captcha