IQNA

د سردار سلیمانی د شهادت ورځ د مینځنی ختیځ د نوی تاریخ پیل دې

10:19 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482642
نړیواله ډله: ښاغلی سید حسن نصر ا... دې ته په اشارې سره چی د ډونالډ ټرمپ سر د قاسم سلیمانی د بوټ په حد کې هم ندې ټینکار وکړ عادلانه قصاص په سیمه کی د امریکا نیشتوالې دې .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د ایران پریس له راپور سره سم د لبنان د حزب ا...مشر سید حسن نصرا... په بیروت کې د سردار سلیمانی او ابومهدی المهندس د شهادت په ځانګړیو دستورو کې ټینګار وکړ حاج قاسم او ابومهدی خپل هدف او ارزو ته چی شهادت وو ، ورسیدل .سید حسن نصرا... د دې خبرې په کولو سره چی د جنرال قاسم سلیمانی او مهندس ابومهدی ترور د ټرمپ په حکم ترسره شو او هغه په دغه ښکاره جنایت اعتراف وکړ زیاته کړه په سوریه ، لبنان ، فلسطین ، عراق او یمن کې د مقاومت بریالیتوبونه او همداراز د امریکا د انتخاباتو ورپیښ والې د ډګر جنرال سلیمانی په ترور د امریکایانو د جوت اعتراف دلایل دی . سید حسن نصر ا... وویل ټرمپ ته پته ده چی له ایران سره جنګ یوه ډیره ستره بلا غوښتنه ده .
ده همداراز وویل ځینې وایی چی مقاومت د شهیدا سلیمانی د هم رتبه شخصیت قصاص واخلی خو د دغه شهید هم رتبه کس وجود نلری .
ښاغلی سید حسن نصر ا... دې ته په اشارې سره چی د ډونالډ ټرمپ سر د قاسم سلیمانی د بوټ په حد کې هم ندې ټینکار وکړ عادلانه قصاص په سیمه کی د امریکا نیشتوالې دې .
سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی ،د حشد الشعبی ځواک مرستیال ابومهدی المهندس او نور اته ملګری یې د جمعې په سهار  د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهیدان  شول .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87059
captcha