IQNA

په قم کښې د شهید حاج قاسم سلیماني سره الوداع

19:23 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482648
نړیواله ډله: لږ وخت مخکې د مقاومت او د زړونو د سردار حاج قاسم سلیماني او د هغه د شهیدانو ملګرو د جنازې مراسم د حضرت معصومه سلام الله علیها له حرم څخه د مینه والو او مراجعو په شتون سره پیل شو.
د ایکنا راپور له مخې، له قم څخه، د پروګرام او د قم د چارواکو د اعلان په مطابق د شهید سردار سلیماني جنازه په ۲ بجې قم ته را رسیدلې وې خو په تهران کښې د شهید سردار او د هغه د شهیدانو ملګرو له جنازو د میلیونونو خلکو د استقبال لامل لږ وخت مخکې دغه جنازې قم ته ورسیدې.
له څلورو بجو د قم خلکو په امام خمیني شبستان کښې عزاداري وکړه او بیا د شهید د جنازې مراسم پيل کولو لپاره د پیغمبر اعظم صلی الله علیه و آله سړک په لور روان شو چې د نفوسو شمېر هره شیبه په ډیریدو دې.
د قم خلک د مرده باد امريکه ، مرده باد اسرائيل، نه سازش نه تسليم بس له امريکې سره جنګ او که رهبر د جهاد حکم ورکړي آماده يوو په شان نعرو په وهلو سره د جنازو په انتظار دي.
قم ته د شهید سردار او د هغه شهیدانو ملګرو جنازې ورسیدې او قم ته رسیدلو سره دغه جنازې د کریمه اهل بیت سلام الله علیها حرم ته منتقل شوې.
په مراسمو کښې د مجتهیدینو ګډون
ځینو مجتهیدینو منجمه آیت الله ناصر مکارم شیرازي د شهدا سره د الوداع لپاره په دغه مراسمو کښې ګډون وکړ.
د شهیدانو جنازې د کریمه اهل بیت سلام الله علیها په حرم کښې دي او د خلکو په عزاداری کښې سره د جنازو مراسم ترسره کېږي.
https://qom.iqna.ir/fa/news/3869720
captcha