IQNA

پاکستان په سیمه کښې د شخړې له زیاتیدو اندیښمن دی

15:45 - January 07, 2020
د خبر لمبر: 3482651
نړیواله ډله: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکې له خوا په عراق کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدار د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له شهادت وروسته په لویدیځې آسیا کښې د شخړې له زیاتیدو انديښنه څرګنده کړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، شاه محمود قریشي پرون په اسلام آباد کښې د سینیټ په غونډه کښې د سردار سلیماني له شهادت وروسته په لویدیځې آسیا کښې د کشالې له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په سیمه کښې د شخړې د کمولو کوشش وکړي.

هغه زیاته کړه: د پاکستان حکومت د سیمې د بدلونونو د څیړنې لپاره له یوشمیر هیوادونو سره پراخې صلاح مشورې پيل کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سردار قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د ټرور پایلو ته په اشارې سره وویل: اسلام آباد په سیمه کښې د وروستیو پيښو له پایلو اندیښمن دی چې له امله یې د هرمز اوبلاره بندیدی شي او په سیمه کښې کړکیچ رامینځته کیدی شي.

د پاکستان خارجه وزیر په عین حال کښې ټیګار وکړ چې هیواد یې هیڅکله نه پریږدي چې خاوره یې د نورو هیوادونو خلاف استعمال شي.

https://parstoday

 

captcha