IQNA

لبیّک یازهرا؛په عراق کې عین الاسد امریکائی غونډپه لسګونو توغندیو وویشتل شو

9:18 - January 08, 2020
د خبر لمبر: 3482655
نړیواله ډله:د امریکا هغو متحدو حکومتونو ته چې خپلې پوځي اډې ئې ددغه هیواد دترهه ګر پوځ په اختیار کې ورکړي دي ، هم خبرداری ورکړی چې که هر یوه ټاټوبي په هر شکل کې د اسلامی ایران په ضدتیریګر او غلیمانه اقدام وشي ، نو د اسلامی ایران د توغندیو په شیشت کې به راشي او داوور لمبې به ترې پورته شي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټ  په عراق کې د دعین الاسد نومې امریکائی ترهه ګر پوځ  دغونډ په شیشت کې په راوستو سره دد زړونو دسردار جنرال قاسم سلیمانی  په ترور کې د امریکاد ترهه ګر  او جنایتکارو عملیاتو ته د توغندویو په غورا کې کلک ځواب ورکړ .

 راپورښئ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  په فوری خبرتیا کې وئیل شوی دی ،نن سهار وختی د سپاه  دهوافضا  مبارزو او شجاع  ځواک دیازهرا په شعار سره د شهید سلیمانی  په نامه په  بریالیو عملیاتو کې له مځکې په مځّکه ویشتونکو لسګونو توغندیو سره  دعراق په الانبار ولایت کې  په عین الاسد نومې  امریکائی ترهه ګر او جنایتکار پوځ غونډ  کې د سرۀ اوور لمبې پورته کړې .

په دغې اعلامیې کې وئيل  شوي دي ، د اسلامی ایران دشهیدانو وارث او لوي ملت  او درست اسلامی امت   ته دا وایو چې د صادقو ژمنو  دپوره کیدا وخت رارسیدلی  او  دخداوندمتعال په اذن سره  ئې  زړونو دسردار جنرال قاسم سلیماني او ورسره د مقاومتي جبهې د نورو شهیدانو د وینې دغچ داخستو په موخې سره   د عراق په الانبار ولایت کې د امریکائي جنایتکارو او ترهه ګرو عسکرو ستر  مرکز  د  یازهرا په شعار سره  په  شهید سلیماني نومې عملیاتو  کې  دلسګونو توغندیو په شیشت کې راوستی او د سرۀ اوور لمبې ئې ترې پورته کړي دي .

دسپاه پاسداران  په دغې اعلامیې کې  سترې شیطانې  او جنایتکارې ، کبرجنې امریکا ته  خبرداری ورکړی ،  هر یو شرارت  او تیری یا شکمن خوځښت  به له دې لا هم سخت او کلک ځواب سره مخامخ شي .

  همداراز په دغې اعلامیې کې د  امریکا  هغو متحدو حکومتونو ته  چې  خپلې پوځي اډې ئې  ددغه هیواد دترهه ګر پوځ په اختیار کې ورکړي دي ، هم خبرداری ورکړی  چې  که هر یوه ټاټوبي   په هر شکل کې  د اسلامی ایران په ضدتیریګر او غلیمانه اقدام وشي ، نو  د اسلامی ایران د توغندیو په شیشت  کې به راشي  او   داوور لمبې به ترې پورته شي . سپاه پاسدارانو په دغې ا علامیې کې همداراز  دې ته په اشارې سره چې  صهیونیسټ رژيم  په دغو جنایتونو کې  هیڅکله هم  د امریکا له جنایتکار رژيمه جلا  نه ګڼي   دامریکا خلکو ته سپارښتنه شوې ، د لازیاتو تاوانونو دمخنیوي لپاره دې  امریکائي پوځیان  له سیمې وروبولي  او اجازت دې نه ورکوي د امریکا د واکمن  ولسی ضد کرکیجن رژيم په کرغیړنو کړنو سره  ددغه هیواد  دپوځيانو ژوند لازیات خطرې سره  مخامخ شي .

داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک  قوماندان او د مقاومتي جبهې شجاع  او مبارز کمانډر  جنرال قاسم سلیماني  چې د جنورۍ په دریمه نیټه  دعراق  دحکومت په رسمي بلنې سره  بغداد ته تللی ، سهار وختي  دبغداد هوائي ډګر څخه د  وتلو په وخت د جنایتکار او تیریګر امریکائي پوځ  د ډرون الوتکو دیرغل ښکار شو او د ابومهدي المهندس پشمول  یو شمیر  ملګرو سره یو ځاي  شهید شو .  

https://parstoday.com

captcha