د ایکنا راپور له مخې،د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواکونو نن سهار د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په شهیدولو کې د امریکا د جنایت په ځواب کې په عراق کې د عین الاسد په نامه د امریکا د ترهه ګر پوځ له خوا نیولې شوې هوایي اډه په لسګونو توغندیو وویشتله.
عین الاسد هوایي ډګر له بلد هوایي ډګره وروسته په عراق کې دوهمه هوایي اډه ګڼل کیږي. د امریکا ولسمشر څو ورځې مخکې د دغه اډې په هکله ویلې وو چې امریکا په عراق کې یو ډیره خاصه او ګرانبیه اډه او په ډیرو پرمختللو سامانونو سره جوړه کړې چې د دغه هیواد لپاره یې د میلیارډونو ډالرو لګښت لرلی دی او په دې وجه چې په دغه اډې مو ډېره خرچه کړې هیڅکله به هغه پرې نه ږدو مګر دا چې عراقیان یې مونږ ته پیسې راکړي.
د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک په یوې بیانیې کې امریکا ته خبرداری ورکړ چې هر ډول بیا شرارت او یا بل تېری او خوځښت به له لا سخت او دردناک ځواب سره مخامخ شي.
په دغه بیانیه کې د امریکا متحدو دولتونو ته چې د امریکا ترهه ګرو پوځیانو ته یې خپلې اډې ورکړې هم خبرداری ورکړل شوی چې هره ځمکه او هر ځای چې د ایران په خلاف ترې د تیري او غلیمانه اقدام لپاره استفاده وشي، وبه یې ولي.
د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواکونو همداراز په دې بیانیې کې دې ته په اشارې سره چې په دغو جنایتونو کې صهیونسټ رژیم هیڅکله له امریکا جدا نه ګني د امریکا خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د لا ډېرو تاوانونو د مخنیوي لپاره امریکایي ځواکونه له سیمه وروبالي او اجازه ورنه کړي چې په متحده ایالتونو د واکمن ولسي ضد رژیم له خوا د لا زیاتو نفرتونو په خپرېدو سره د دغه هیواد پوځیانو ته لا ډېر خطر ورپېښ کړي.
په سخت انتقام او د امریکا ترهه ګر اقدام ته په ځپونکي ځواب د ایران تاکید؛ یو روا حق او په عین حال کې د سیمې د امنیت د راوستلو لپاره ضروري دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ثارالله مرکز د کوماندان مرستیال مشر سردار برید ژنرال اسماعیل کوثري له مهر خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران ځواب ته په اشارې سره وویل چې اسلامي ایران هیڅکله هغه خبره نه کوي چې عمل پرې ونه کړي.
د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو لوی کوماندان ترون ژنرال حسین سلامي د سه شنبې په ورځ د په کرمان کې د شهید قاسم سلیماني د جنازې په دستورو کې ویلې وو چې اسلامي ایران به د قاسم سلیماني د شهادت له عاملانو ځپونکی کلک او پښیمانوونکی وي.
امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو غوښتنه ده خو هغه څه چې په تېرو کلونو کې یې شاهد وو د امریکا او په سیمه کې د فاسدو او شرغواړو رژیمونو له خوا راپېدا شوې ناامني وه . شواد ښیي چې په سیمه کې د امریکا شتون د امنیت او ارامښت خرابوونکی دی که د ډونالډ ټرمپ جنایت ته ځواب ورنه کړی شي هغه به په هر ځای کې د نړۍ لپاره یو دایمي ګواښ وي. په عراق او افغانستان کې د امریکایانو د کلونو شتون بې له نفرته او کینې او د سیمې د هیوادونو د تعلقاتو له خرابولو بله نتیجه نه ده لرلې. دغه شان کړنې په رښتیا چې د سیمې لپاره تاوانوونکې دي او ټرامپ باید د خپلو ترهه ګرو اقداماتو نتیجې ومني.
امنیت د سیمې ګډ ضرورت دی او داسې نه شي کیدی چې یو دې په امن کې وي او بل په ناامنۍ کې. ایران د امریکا د ترهه ګرو اقداماتو، بیا بیا ګواښونو او دود ماتونو په وړاندې غلی نه شي پاتې کیدی له همدې امله اسلامي ایران د ملګرو ملتو مشر او امنیت شورا ته په استولې لیک کې اعلان وکړ : مونږ جنګ نه غواړو او د ځان په خلاف د هر ډول پوځي بلاغوښتنې په هکله خبرداری ورکوو.