IQNA

د امریکې په اډې باندې حملې ته په اشارې سره د انقلاب معظم رهبر د قم له خلکو سر په کتنه کښې وویل:

یوه څپیړه یې وخوړه خو په سیمه کښې د امریکې د فسادي شتون ختمیدل ضروري دي

15:21 - January 08, 2020
د خبر لمبر: 3482659
نړیواله ډله: حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د پاسدارانو د لښکر بیګاني عملیات امریکې ته یوه څپیړه وبلله خو ویې ویل چې په سیمه کښې د امریکې فساد جوړونکي شتون ته باید د پاې ټکی کښیښودل شي.
د ایکنا د راپور له مخې، د آیت الله خامنه ای د دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په عراق کښې د امریکې په دوو پوځي اډو باندې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران توغندوي حملې یوه څپیړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مقابلې په لړ کښې په دې توګه دا پوځي اقدامات پوره نه دی بلکې پکار دي چې په سیمه کښې د امریکې فساد جوړونکی او ورانونکی شتون ختم شي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن سهار په تهران کښې د قم د زرګونو خلکو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې شک نشته د سیمې ولسونه او له ولسونو راپورته شوي حکومتونه د امریکې د فسادي شتون دوام نه مني، څرګنده کړه: په دې سیمې او د نړۍ په هر ځاې کښې د امریکایانو شتون له جنګ، اختلاف، فتنې، ویرانۍ او د بیخ بیناؤ له خرابیدو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده لرلې.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه‌اي  په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په سیمه کښې د امریکایانو شتون باید پاې ته ورسیږي، څرګنده کړه: امریکایان د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د هم دې فساد او ویرانۍ آرزو او پرې ټینګار لري او د خبرواترو او پر یو میز د کښیناستو مسئله د دغو لاسوهنو او شتون سریزه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان په فلسطین، عراق او لبنان کښې د امریکې د پلانونو په ماتې کښې د ډګر جنرال سلیماني ټاکونکي رول ته په اشارې سره څرګنده کړه: سردار شهید سلیماني د هغو ټولو پلانونو په وړاندې ودریده چې د امریکایانو په پیسو، توانایۍ او سیاسي اغیزې او پراخو تشکیلاتو سره پلانیدل او هغه یې شنډ او بې ګټې کړل.
هغوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له دښمنه یې مقصد امریکا، صهیونیسټي رژیم او د استکبار د نظام تر عنوان لاندې د دنیا د لوټونکو او ظالمانو او کمپنیو ټولګه ده، زیاته کړه: په داخل یا خارج کښې د سیمې ځینو حکومتونو چې تر څو د دښمن په خدمت کښې کوم کار نه وي کړی، نه دي پکار چې دښمن وبلل شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان ټیګار وکړ چې له عراقه د امریکې د ایستلو په هکله د عراق د پارلیمان مصوبه ډیره ښه وه او هیله لرو چې متعال خدای د دې خوځښت د تعقیبولو توفیق ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/3870172
captcha