IQNA

نوې بندیزونه؛ د ایران د ټوغندیو په ځواب کښې د ټرمپ غبرګون

22:54 - January 08, 2020
د خبر لمبر: 3482660
نړیواله ډله: د امریکا ولسمشر نن(د ۲۰۲۰ کال ۸ نیټه) په دې ادعا سره چې د ایران توغندیو امریکایې اډې ته هیڅ تاوان نه دی روسولې، وویل: امریکا به د ایران په خلاف نوې بندیزونه ولګوي.

د ایکنا راپور له مخې؛ د ټرمپ په دریځ کښې بدلون په لړزیدونکي غږ کښې د سولې د اړتیا خبره یې وکړه چې په څرګنده د ایران له څپېړې وروستو د امریکا ویره په کوته کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې له دې مخکښې یې په ایران کښې د څو ځایونو په نښه کولو خبرې کولې. د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د توغندیو د برید نه وروستو په خپلو خبرو کښې بدلون راوستو، او د ایران خلاف یې له هر ډول ځواکیزه ګواښ څخه شاتګ وکړ او په لرزیدونکي غږ کښې یې له ایران سره د سولي او په لویدیځ آسیا کښې د امریکا ځواکونو کمولو خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر همداشان په خپلو خبرو کښې چې د ایران په سیالۍ کښې د ماتي څرګنده نښه وه وویل: د ایران خلاف به اقتصادي بندیزونه نور زیات کړو.
ټرمپ په دوام کښې څرګنده کړه هغه وخت رسیدلې چې اروپا، جرمني، فرانس، روس او چین دا حقیقت درک کړي. دوي هم اوس باید له برجام څخه وځي او ټول باید له ایران سره نوې توافق لپاره ملګرتیا وکړو.

captcha