IQNA

د ایران د پوځ لوې درستیزولۍ؛ د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو په هکله خبرپاڼه خپره کړه

23:33 - January 11, 2020
د خبر لمبر: 3482670
نړیواله ډله: د ایران د وسله والو ځواکونو درستیزولۍ په خپله بیانیه کښې ویلې دي: د اوکرین د الوتکې ویشتل غیر عمدي او یوه انساني خطا وه
د ایکنا راپور له مخې، د ایران د پوځ لوې درستیزولۍ، د ایران د پوځ د لوې درستیزولۍ په خبرپاڼه راغلې دي: د ایران په خاوره کښې د ډیرو اهدافو د ویشتلو په هکله د امریکې د ولسمشر او پوځي قومندانانو له ګواښونو وروسته او په سیمه کښې د هغوي د هوايي تحرکاتو بې مخینې زیاتوالي ته په پام سره د اسلامي ایران وسله وال ځواکونه احتمالي ګواښونو ته د ځواب په موخه په ډیره لوړه سویه تیارسي شوې وو.خبرپاڼه زیاتوي: په داشان حساسو او کړکیچنو حالاتو کښې د یوکراین د هوايي چلند ۷۵۲ نمبر پرواز له امام خمیني(رح) هوايي ډګره الوت وکړ او د څرخیدو په وخت د سپاه پاسداران یو حساس پوځي مرکز ته په نزدې کیدو شو او د یو دښمن هدف په توګه څرګند شو چې په دا شان حالاتو کښې دغه الوتکه د انساني تیروتنې له امله او بیخي په غیرعمدي توګه په نښه کړی شوه.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیزولۍ په دغې خبرپاڼې کښې غمجنو کورنیو ته د تسلیت په ویلو او ورسره په غمرازۍ او د انساني غلطۍ د رامینځته کیدو په وجه یې ترې د بخښنې په غوښتلو سره د داشان پيښو د تکراریدو په مخنیوي او د تیروتنې له عاملانو سره د قانوني چلند په کیدو ټينګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/3870578
captcha