IQNA

په ایران کښې د اوکرایني الوتکې نسکوریدو په اړه د کاناډا بیانیه

23:40 - January 11, 2020
د خبر لمبر: 3482671
نړیواله ډله: د ایران لخوا د ۷۳۷ بوئینګ الوتکې نسکوریدو د علت په اړه د بیانیې له وروستو، د کاناډا ولسمشر د دغه پېښې د عملانو لخوا د خپلې غلطۍ منلو غوښتنه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د کاناډا ولسمشر وویل د اوکراین د ۷۳۷ بوئینګ الوتکې د نسکوریدو د علت په اړه ایران د اعلانه وروستو، کاناډا غوښتنه کوي چې په دغه پیښه کښې لاس لرونکې دې د دغې پېښې مسئولیت په غاړه د اخیستلو غوښتنه کوي.

بلخوا د ایران ولسمشر حسن روحاني نن سهار په یوه خبرپاڼه کښې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو د پیښې په هکله د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیزولۍ خبرپاڼې ته په اشارې سره، له دغې پیښې د خواشینۍ او د قربانیانو له کورنیو، ولسونو او حکومتونو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران د ولس خلاف د امریکې د پوځ د احتمالي حملو په وړاندې د دفاع په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په بشپړ تیارسي کښې وو چې په دې منځومان کښې له بده مرغه انساني غلطي د یوې سترې غمیزې سبب شوه او لسګونه بیګناه انسانان قرباني شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې غمیزې د ټولو علتونو او عواملو د پيژندلو لپاره تکمیلي تحقیقات روان دي او د دې نه بخښل کیدونکې تیروتنې له ترسره کونکو سره به قانوني کاروايي وشي او پایلې به یې د ایران له ولس او د قربانیانو له کورنیو سره شریکې کړی شي.
https://iqna.ir/fa/news/3870724

captcha