د ایکنا راپور له مخې، له روسیا الیوم څخه په نقل، د النصره ترهګرې ډلې نن د حلب په یو شمېر ښاریو د توغندیو او مارټر بریدونه کړي چې په پایله کښې یو شمیر د سوریې غیر نظامي ولس مړ او ژوبل شوې دې.
د سوریې یو امنیتي سرچینې له روسیا الیوم سره په مرکه وویل: ترهګرو، ۴۰ توغندي او مارټر د حلب په النيل، شيحان، الشهباء او الزهراء ښارونو توغولي دي.
دې امنیتي سرچینې زیاته کړه: د الشهباء، شارع تشرين، مساكن السبيل او الخالدية غوندې ښارونه یې خپل هدف ګرځولي چې په نتیجه کښې یې درې کسان مړه او پنځه کسان ژوبل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3871120