IQNA

د حزب الله مشر: شهيد سلېماني د مقاومت ډېر غوره بېرغوال ؤ

9:04 - January 13, 2020
د خبر لمبر: 3482677
نړیواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر وويل، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواب قوماندان جنرل سردار شهيد قاسم سلېماني په سيمه کښې د مقاومت ډېر غوره بېرغوال ؤ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، سيد حسن نصر الله پرون د شهيدقاسم سلېماني او د هغه د جنګياليو شهيدو ملګرو خاورو ته د سپارلو د اومې ورځ په مناسبت وويل، الحاج قاسم سلېماني يو جهادي قوماندان ؤ، که په عراق کښې داعش ترهه ډله  کاميابه شوې وې نو ټوله سيمه يې ګواښله.د لبنان د حزب الله مشر په عراق او سوريې کښې د جنګ د محاذونو په وړاندې کرښو کښې د شهيد سلېماني دومداره شتون او د لبنان په برياليتوبونو کښې د هغه موثره کردار ته اشاره وکړه او وې ويل، حزب ا... اوس له ځان او لبنان  څخه د دفاع د وس لرلو نه علاوه د مخنيوي توازن رامنځته کړي او دا هر څه داسلامي انقلاب د معظم رهبر امام سيد علي خامنه اي د لارښونو او د سردار قاسم سلېماني د قربانيو او سرښيندونو په برکت ترلاسه شوي دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې د امريکائي فوځيانو په لاسو د الحاج قاسم سلېماني شهادت يو ځل بيا د دغه هېواد اصلي څېره د نړۍ خلقو او حکومتونو ته بې نقابه کړه تاکيد وکړ: د مقاومت د سردارانو وژله بايد له سيمې څخه د امريکايانو د وتلو سبب وګرځي.
د حزب ا... مشر په عراق کښې د امريکې په عين  الاسد اډې د سپاه پاسدارانو تلافي کونکې حملې سترې شېطانې امريکې ته يوه مضبوطه څپېړه وبلله  چې به نړۍ کښې يې د هغې هېبت دړې وړې کړ.
سيد حسن نصرا... همدارنګ واضحه کړه: د امريکې حکومت او هغه قاتلان چې د سردار سلېماني او د هغه ملګري يې شهيدان کړل ډېر درون قيمت به ادا کړي چې د وخت په تېرېدو سره به ثابت شي او دا به د يو نوي تاريخ پېلامه وي.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87238
captcha