IQNA

معظم رهبر د قطر د امیر سره په کتنه کښې وویل:

د سيمې د نامناسب حالت وجه د امريکې او د هغې د انډيولانو فساد جوړونه ده

9:04 - January 13, 2020
د خبر لمبر: 3482678
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قطر د امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني او ورسره د پلاوي په کتنه کښې تاکيد وکړ: په اوسنيو حالاتو کښې سيمه له مخکښې زياته د سيمې د هېوادونو د تعلقاتو پياوړتيا او د پرديو د القاء ګانو د تاثير نه قبلولو ته ضرورت لري.
د ایکنا راپور له مخې، د رهبری معظم مقام د دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، په دغه کتنه کښې حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د سيمې اوسني حالات نامناسبه بللو سره زياته کړه: ایران په ځلونو دا ویلې دي او د ایران ولسمشر هم په څرګنده دا ویلې دي چې په سیمه کښې د دې حالت وجه د امريکې او د هغې د انډيوالانو فساد رامنځته کول دي او ورسره د مقابلې يوازېنۍ لار په سيمه ايزو کورنيو ملګرتياو باندې تکيه ده.
دوي د ايران او قطر ښو سياسي تعلقاتو ته په اشارې سره واضحه کړه چې د دواړو هېوادونو اقتصادي تعلقات د سياسي تعلقاتو په اندازه نه دي او پکار دي په ګډو برخوکښې د ايران او قطر ملګرتياوې له مخکښې نه زياته پراختيا ومومي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ: البته ځينې په تېره بيا هغه چې د دنيا له بل سره دې سيمې ته راغلي دي د سيمې د هېوادونو د ملګرتياو پراختيا نه غواړي خو دا موضوع له هغوي سره څه تعلق نه لري  او د سيمې هېوادونه او ملتونه نور حکمونه او مداخلتونه نه مني.
په دغه کتنه کښې د ايران ولسمشر حسن روحاني هم موجود ؤ. د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په کتنه د خپلې زياتې خوښۍ او خوشحالۍ په څرګندولو سره  د سيمې حالات سخت وبلل او وې ويل: مونږ د سيمه ايزو ملګرتياو د زياتېدو د لازموالي په اړه د جنابعالي له خبرو سره پوره اتفاق لروو او باوري يوو چې د سيمې د هېوادونوترمېنځ بشپړه خبرې اترې اوشي.
https://iqna.ir/fa/news/3871109
captcha