IQNA

ایران به د الوتکې د نسکوریدا په پیښه کې په خپلو ژمنو عمل وکړی

22:15 - January 14, 2020
د خبر لمبر: 3482681
نړیواله ډله: د وروستیو ټولو پیښو جرړه په سیمه کی د امریکا ویجاړونکیو اقداماتو ته ورګرځی
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ له ویبپاڼې څخه په نقل، حسن روحانی نن د دې خبرې په کولو سره چی د وروستیو ټولو پیښو جرړه په سیمه کی د امریکا ویجاړونکیو اقداماتو ته ورګرځی زیاته کړه د ایران دولت د دغې پیښې د وژل شویو کسانو په تیره بیا د نورو هیوادونو د ښاریزو په وړاندې ځان مسول بولی . روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د دغې پیښې ټول اړخونه جاجول کیږی جوته کړه د دغو جاجونو درستې نتیجې به خلکو ته ورکړل شی .د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د تهران په خواکې د یوکرینې الوتکې د نسکوریداد پیښې د وژل شویوکسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ټینګار وکړ د ایران حکومت به په خپلو ټولو قانونی او حقوقی دندو عمل وکړی .
حسن روحانی نن د دې خبرې په کولو سره چی د وروستیو ټولو پیښو جرړه په سیمه کی د امریکا ویجاړونکیو اقداماتو ته ورګرځی زیاته کړه  د ایران دولت د دغې پیښې د وژل شویو کسانو په تیره بیا د نورو هیوادونو د ښاریزو په وړاندې ځان مسول بولی . روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د دغې پیښې ټول اړخونه جاجول کیږی جوته کړه د دغو جاجونو درستې نتیجې به خلکو ته ورکړل شی .
د یوکرین یوه مسافر وړونکی الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د امام خمینی رح هوایی ډګر ته نږدې نسکوره او درستې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87273
captcha