IQNA

امریکا له طالبانو غوښتي له ایران سره خپلې اړیکې غوڅې کړي

22:53 - January 15, 2020
د خبر لمبر: 3482688
نړیواله ډله: حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل چې واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي وروسته امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز په افغانستان کې د ځينو امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.
حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي دی .
طالبانو تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په عین حال کی طالبانو ډلې ته نږدې کس سید اکبر اغا ویلی دی له دغې ډلې سره د امریکا د موافقې لاسلیک کیدا په سیمه کی د ایران او امریکا ترمینځ د وروستیو تاوتریخوالیو د علت په وجه  دوې ، درې اونۍ ځنډیدلی دی .
په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین هم ویلی دی د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې متن چمتو دې خو د هغه وخت جوت ندې .
د امریکا او طالبانو خبرو اترو تراوسه د افغان ولس لپاره  کومه نتیجه نده درلودلی او دغه هیواد هماغه راز په جنګ کې ښکیل دې .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87297
captcha