IQNA

د کشمیر د مسلمانو میشتې په سیمې کښې د اینټرنټ وروستې حالت

22:27 - January 16, 2020
د خبر لمبر: 3482691
نړیواله ډله: د هندي چارواکو خبر ورکړ: په کشمیر کښې د ځینو امنیتي اقداماتو له کبله د ثابت انترنټ او د موبایل انټرنیټي خدمات بیا وصل کولو په اړه فیصله کیږي.

د ایکنا راپور له مخې، له وال اسټریټ ژورنال څخه په نقل، د هندي چارواکو خبر ورکړ: د ځنیو محدودیتونو له کبله د کشمیر په سیمه کښې انټرنټي خدمات به کم شي خو د موبایل انټرنټ او همداشان ټولنیزه چینلونه به بند وي.
په دغه بیانیه کښې چې محلي چارواکو خپره کړې ویلې دي چې ټاکلې شوې ده ثابت انټرنټ په ځنیو ادارو او سازمانونو کښې چې ډیره اړتیا لري منجمله حکومتي ادارې، روغتونونو او بانکونو لپاره وصل شي.
همداشان د چارواکو په دستور سره، ۴۰۰ کیوسک ثابت اینټرنټ په دغه سیمه کښې پيل کړي تر څو محلي خلکو ته هم انټرنټ فراهم شي. دې چارواکو اعلان کړي چې د امنیتي حالاتو د څیړنو وروستو به د موبایل د انټرنټ په اړه فیصله کوي.
د هند حکومت د ۲۰۱۹ کال له ۵ اګست، د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په لغو کولو سره د کشمیر خپلواکي لغو او په دغه سیمه کښې د پوځي حکومت اعلان کړې وو. له دغه تاریخه، د کشمیر په مسلمان میشته سیمه کښې د انټرنټ او ټیلفون لاینونه پرې کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/3871936

captcha