IQNA

امریکا د عین الاسد په هوایي اډې باندې د توغندیو په برید کښې د ۱۱ پوځیانو ټپي کیدل تائید کړل

20:44 - January 17, 2020
د خبر لمبر: 3482693
نړیواله ډله: د امریکا د مرکزي قوماندانی ویاند اعلان وکړ چې په عراق کښې د عین الاسد هوایي اډي باندې د ایران د توغندیو په برید کښې ۱۱ امریکایي ټپیان شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی له خبري آژانس څخه په نقل، د امریکا د مرکزي قوماندانی ویاند بیل اربن په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: په ۸ جنورۍ د ایران لخوا د الانبار په ولایت کښې د امریکا د هوایي اډي عین الاسد په برید کښې ۱۱ پوخیان ټپیي شوي او د هغوي د درمل او حالت په اړه څیړنه دوام لري.
هغه په دوام کښې وویل: د امریکا ۸ پوځیان، تیره اونۍ د جرمنی لاندستول  ښار ته او نور ۳ پوځیان په کویت کې د امریکا پوځی روغتونونو ته منتقل کړې شوي دي.
همداشان، د امریکا د دفاعي چارو د وزارت(پینټاګون) ویاند جاناتان هافمن، له سي این این سره مرکه کښې وویل: نن زمونږ شمیر صحیح شو، د دفاع د وزیر دفتر نن د ټپیانو د شمیر څخه خبر شو او دستور یې ورکړ چې د تیرې اونۍ ټپیان دې په کویت او جرمني لنډستول کښې د امریکایي پوځیانو روغتونونو ته ولیږلې شي چې درمل شي او د څارنې لاندې وي.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکایي چارواکو له دې مخکښې ادعا کړي وه چې په دغه برید کښې هیڅ یو امریکایي پوځي مړ یا ټپي نه لرلو.
https://iqna.ir/fa/news/3872174
captcha