IQNA

د جمعې لمونځ، د سیاسی عبادت ننداره

د جنایتکارې امریکا په مخ د سپاه درنده څپيړه د الهي قدرت ننداره وه

21:17 - January 17, 2020
د خبر لمبر: 3482696
نړیواله ډله: د مسلمینو د ولی امر په امامت کې د تهران د نن جمعې لمانځه په اداکولو کې د ګډون لپاره د زلمیانو او ځوانانو شوق او ولوله دستاینې وړ ده
د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د تهران د امام خمینی عیدګاه شاوخوا واټونه هم له لمونځ ګزارو خلکو په ډکیدو دی او خلک په ډ یر پرتم او ولولې سره د لمانځه د آذان د آوریدو په تمه دی .د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینو ولی امر حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  نن د تهران په تاریخي  او ولولناک جمعې  لمانځه   کې پخپلو خطبو کې  د امریکا په باؤؤ د سپاه پاسدارانو کلک ګوزار د دغه هیواد د سپکوالي اوبې شرمه کیدا لامل وبالۀ او  وې فرمائيل ،  دغه کلکه او سخته څپیړه  په هیڅ شي  سره نه جبرانیږي  او  د هغو بندیزونو زیاتول چې نن سبا ئې امریکا  ډنډورې وهي ، د دوي له لاسه ورکړی عزت بیرته نشي  ورستنولی .د مسلمینو ولی امر   په دغو تاریخي خطبو کې  د شهید جنرال قاسم سلیماني او دهغه د مبارزو شهیدانو د پاکو جنازو په دستورو کې  د ایران دملت ولولناک شتون او  په عین الاسد  امریکائي ترهه  پوځي مرکز باندې په حملې کې دسپاه پاسدارانو  کلک ځواب ، د یوم ا... برخې  او ټاکونکي وبللې بللې او  روښانه ئې  کړه ،  د وروستیو اونیو  ایام ا... تر اغیز لاندې د راوستو لپاره یوه هڅه ،  امنیت شورا ته د ایټمي موضوع  د وړاندې کولو لپاره د  دایران په ګواښلو کې د  اروپا د درو خبیثو  حخکومتونو  اقدام  ؤ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې  اروپایان په حقیقي  معنا سره  سپک او  د امریکا لوبتکې دي ورښانه کړې ، اروپایان په مغزو کې د  ایران د ملت   په ګونډو کول  لري ، چې  البته د دوي خو پریګده ، د دوي  ارباب او نیکۀ امریکائي حکومت  هم ددغه شان کار جوګه نه  دی .
د مسلمینو ولی  امر د اروپایانو خبرې اترې  هم یوه دوکه او تشه ملنډه وبلله او وې وئيل ،  هغه جنټلمینان،  چې د خبر اترو پر میز کیني ،  په حقیقت کې د بغداد د هوائي ډګر  هغه ترهه ګر دي چې  ِلباس  او  جامې ئې بدلې کړي دي .  . 
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د دوهمې خطبې یوه برخه په عربۍ کې ولوستله او د امریکا  دو لسمشر په حکم  سره ئې دمقامومت  دجبهې  د یوه ستر ایراني قوماندان او د  دعراق د یوه سرښیندونکي مجاهد  په ترور کې د امریکایانو بزدلانه جنایت ته په اشارې سره  هم وفرمائيل ، دسیمې روښانه برخلیک  د امریکا له  استکباري سلطې څخه نجات او د صهیونیسټ جنایتکار رژيم  له حاکمیّته د فلسطین ژغورل کید ا ده چې   د ملتونو په همت سره باید دغې  موخې ته د رسیدا  وخت لارانزدې شي .
د وي همداراز د سیمې درستو مسلمانو ملتونو ته په خطاب کې ټينګار وکړ،اسلامی نړۍ بایدیوه نوي پاڼه پرانیزي او په ملتونو کې په نفس د  اعتماد،مؤمن زړونه او ویښ وجدانونه  رابیدار کړي او درست دې پوهه  شي، چې دملتونو د نجات یوازینۍ لاره،له دښمن څخه نه ویریدا او کلک استقامت دی .      
د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړې ،د ایران ملت  دغه دوه ورځې یعني د مقاومت د شهیدانو د جنازو د دستورو ورځ او  دامریکا په  مخ د درندې څپیړې ورځ  ایام ا... دي  او د تاریخ یوه مهمه برخه ئې جوړه کړې ده  دا کومې عادي ورځې نه وې . دا چې یو میړنی ملت دا  روحیه او توان لري، چې یوه کبرجن او سرزوري جنایتکار حکومت یعني د امریکا په مخ درنده څپیړه وهي ،نو دا د الهي قدرت د لاس نښه  ده ، په همدې خاطر دا ورځ د ایام ا.... برخه ده. دغه شپې ورځې پاي ته رسیدلي خو اغیزې ئې د ملتونو په ژوند کې تل پاتې کیږي. د ملتونو روحیه، د ملتونو کړنې، ملتونو لاره ئې مشخصه کړې ده او اغیزې ئې هم تل پاتې شوي دي .
نن سهار وختی راهسې  د تهران او شاوخوا سیمو خلک  په امام خمینی عیدګاه کې د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره  حاضر شوی  او دغه شمیر شیبه په شیبه هماغه راز په زیاتیدا دی .
د مسلمینو د ولی امر په امامت کې د تهران د نن جمعې لمانځه  په  اداکولو کې د  ګډون لپاره  د زلمیانو او ځوانانو  شوق او ولوله  دستاینې وړ  ده،او دتهران د امام خمینی عیدګاه شاوخوا واټونه هم  له لمونځّ  ګزارو  خلکو ډک دی او خلک په ډ یر پرتم او ولولې سره د لمانځه د آذان د آوریدو په تمه وو .


captcha