IQNA

په اندونیزیا کښې د "یوسف پیغمبر" سریال خپرونه

22:15 - January 18, 2020
د خبر لمبر: 3482697
نړیواله ډله: د یوسف پیغمبر سریال په فارسي ژبه او اندونیزیایې ژباړې لاندې لیک سره د اندونیزیا په ویژن چینل کښې خپریږي.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي اړیکو او کلتور سازمان له ویبپاڼې څخه په نقل، د حضرت یوسف پيغمبر سریال په فارسي ژبه کښې د فرج الله سلحشور په ډایرکټری او د اندونیزیایي ژبې په لاندې لیک سره د اندونیزیا له ویژن چنیل څخه خپریږي.
دا سریال د ۸۷ کال د لومړي چینل محصول دی او په دې سریال کښې د حضرت یوسف علیه السلام د ژوند لوړو او ژورو او د هغوي له ماشومتوب او د هغوي څاه(كوهى) ته له لویدو څخه تر بیا د حضرت یعقوب علیها السلام تر غیږې رسیدلو کیسه وړاندې کوي.
د یوسف پیغمبر په سریال کښې مصطفی زماني، محمود پاک نیت، کتایون ریاحی، جعفر دهقان، عباس امیری، جهانبخش سلطانی، رحیم نوروزی، مهوش صبرکن، الهام حمیدی، پروانه معصومی او لیلا بلوکات په څیر لوبغاړو رول لوبولی دی.
په دې سریال کښې مصطفی زماني د یوسف رول او د پلار یعقوب زول یې محمود پاک نیت او د زلیخا شخصیت کتایون ریاحی او د عزیز مصر رول هم جعفر دفقان لوبولی دی.
https://iqna.ir/fa/news/3872359

captcha