IQNA

د صهیونیسټي رژیم د ګیس له واردولو بندیز سره د اردن د پارلمان موافقه

23:29 - January 19, 2020
د خبر لمبر: 3482704
نړیواله ډله: د اردن د پارلمان غړو نن، ۲۹ دی د صهیونیسټي رژیم د ګیس د واردولو د بندیز له طرحې سره موافقه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، له الجزیره څخه په نقل، د اردن د پارلمان غړو د صهیونیسټي رژیم د ګیس د واردولو د بندیز د طرحې په اړه رای ترسره شوه چې ټولو ورسره موافقه وکړه.
د اردن پارلمان د دغه طرحې وړاندیز په یو قانوني طرحه کښې بدلولو لپاره حکومت ته څپارلې ده.
له دغه طرحې سره موافقه په داسې حال کښې ترسره شوې چې د دغه هیواد خلکو د پارلمان مخې ته لاریون ترسره کولو، چې تل آویو او امان سره د ګیس د موافقي چې د جنوري په پيل کښې ترسره شوې وه لاس واخلې او وغندلې شي.
د دغه توافقې پر اساس چې د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر میاشته کښې لاس لیک شوي وو. اردن به د سږ کال له جنورۍ څخه تر ۴۵ میلیارده متر مکعب ګیس له صهیونیسټي رژیم څخه خپل هواد ته تر ۱۵ کالو واردوي.
اردنیانو په دې وروستو کښې د دغه توافقې په خلاف لاریونونه پيل کړ او د حکومت خلاف غږونو وهلو سره د دغه توافقې د لغو کولو غوښتنه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/3872791/

captcha