IQNA

د الاقصی جومات په خطیب له یوې اونۍ دغه جومات ته پرورتللو بندیز

22:29 - January 20, 2020
د خبر لمبر: 3482706
نړیواله ډله: صهیونیسټي رژیم د الاقصی جومات خطیب او د قدس د اسلامي ډلي مشرشیخ عکرمه صبري باندې دغه جومات ته پر ورتللو تر یوې اونۍ بندیز لګولی دی.

د ایکناراپور له مخې، د فلسطین د اطلاع رسولو له مرکز څخه په نقل، شیخ صبری څرګنده کړه چې صهیو نیسټي رژیم هغه ته خبر ورکړی چې د سږ کال د دې میاشتې تر ۲۵ پورې هغه دغه جومات ته د ورتللو حق نه لري.
صهیونیسټي رژیم په یو حکم صادر کولو سره، شیخ صبري د جمعې لمونځ په خطبو کښې د اسرائیلو په خلاف ویناوې څرګندولو تور لګولی دی.
په شیخ عکرمه صبري تراوسه له ۱۰ نه زیات خل د الاقصی جومات ته ورتللو باندې بندیز لږیدلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/3872974/

captcha