IQNA

د اسلامی انقلاب معظم رهبر:

د ایران د ولس ټينګ دریدنې امریکا غصه کړې ده

22:35 - January 20, 2020
د خبر لمبر: 3482709
نړیواله ډله: د ایران له ولسه د امریکایانو د غصې او قهر وجه، د یو ستر بدماش په وړاندې د یو خپلواکه نظام د دریدنې له تصویره رامینځته شوی جذابیت دی.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي تفکر اصول او د اسلامي ایران د مقاومت په شمول د هغه د مصداقونو تشریح د دنیا لپاره په زړه پورې وبلله او ویې ویل: د ایران له ولسه د امریکایانو د غصې او قهر وجه، د یو ستر بدماش په وړاندې د یو خپلواکه نظام د دریدنې له تصویره رامینځته شوی جذابیت دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه‌ای نن د ایران د حج د مسئولانو په کتنه کښې دنیا ته د اسلامي جمهوریت د نوې خبرې یعنې د دیني ولسواکۍ سمبول د رسولو لپاره د حج له فرصته په ګټه پورته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دیني ولسواکۍ مثال د دنیا لپاره ناپيژندل شوی دی او په مقابل کښې هغه میلیونونه تبلیغاتي وسیلې چې نن سبا د اسلامي ایران خلاف فعالیت کوي، کولی شي د حج له فرصته د دې سمبول او د امریکې د دښمنۍ د وجې او زور ته د ایراني ولس د سر نه ټیټولو په شان منطق د بیانولو لپاره ګټه پورته کړي.
هغوي د یو سیاسي، اعتقادي او اجتماعي حرکت په توګه د حج په اهمیت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: البته زیاتره هیوادونه د حج له اهمیت او مهمو کارونو غافل دي خو حج د نړیوال او جدي تحرک یو ټکی دی او د اسلامي امت لپاره ډیرې ګټې لري.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87402

captcha