د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې علامه سيد ساجد علي نقوي نن د لويديځو استعمارګرو په تېره بيا د امريکې او صهيونېسټ رژيم لخوا د ايران په خلاف اقداماتو ته په اشارې سره وويل، نړيوال استعمار او اسکتبار ايران د خپلو سپېرو مقاصدو د پوره کېدو مخې ته يو لوے خنډ بولي نو ځکه د ايران له پرمختګ او ترقۍ څخه د مخنيوي لپاره له مختلفو حربو کار اخلي.هغه په ناځوانمردانه توګه د جنرل قاسم سلېماني د شهيدولو په شمول د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې جنګ جوړونکي اقدامات وغندل او زياته يې کړه، واشنګټن پ داسې يو جنايت سره وښودله چې په نړيوالو اوانساني قوانينو پابند نه دے.
علامه ساجد نقوي واضحه کړه چې امريکه او د هغې انډيوالان غواړي هم هغه پاليسي او تګلاره چې په افغانستان، عراق او سوريې کښې يې استعمال کړه د سيمې په نورو هېوادونوکښې يې هم عملي کړي خو له دې امله چې ايران يې د تيريو په مقابل کښې د يو مضبوط بند او خنډ په توګه ټينګ ولاړ دے له ماتې او ذلالت نه بغېر څه نه دي برخه شوي.
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i87422