د ایکنا راپور له مخې، د المعلومه له خبري ویبپاڼې څخه په نقل، د عراق د حشد الشعبي د رسنیو ډلې، د شهید ابومهدي المهندس د ځای ناستي په توګه د ابوعلی البصري د ټاکلو خبر رد کړو.
دغه ډلې په بیانیه کښې ټینګار وکړ: هغه څه چې په رسنیو او ټولنیزه چینلو کښې د شهید ابومهدی المهندس د ځای ناستي لپاره د ټاکلو خبر خپور کړې هیڅ ریښتیاوالې نه لري.
حشد الشعبي له خبریالو او رسنیو څخه غوښتنه کړې چې د اطلاعاتو او خبرونو لپاره له حشد الشعبي رسمي سرچینو څخه استفاده وکړي.
ځینو رسنیو څو ګنټې مخکښې منجمله اسکای نیوز او ځینو نورو ټولنیزو چینلو د حشد الشعبي د مرستیال په توګه د ابوعلي البصري ټاکلو خبر ورکړې وو.
https://iqna.ir/fa/news/3873566