د ایکنا راپور له مخې، له استار ورځپاڼې څخه په نقل، د دغه ښار د عمر بن خطاب جومات یو لمونځ کونکې، د قرآن کریم یوه سوځیدلې پاڼه د جومات په تشناب کښې پيدا کړې وه.
د جومات چوکیدار خبر وکړ: په جومات کښې موجودې ټولې نسخې سالمې دي او دغه سوځیدلې نسخه له بهر څخه رواړلې شوې ده.
پولیس د سي سي ټي وي کمرو د څیړنو او نورو ضروري اقداماتو ترسره کولو سره د سپکاوې کونکې په لټه کښې دي.
د مالیزیا رسمي دین اسلام دی او د ۲۰۲۰ کال د شمېرنې پر اساس، د دغه هیواد تقریبا ۳۰ میلیونه کسان مسلمانان دي.
https://iqna.ir/fa/news/3873415