IQNA

په کاناډا کښې د محصلینو ترمنیځه د قرآن کریم سیالۍ ترسره کېږي

9:54 - January 23, 2020
د خبر لمبر: 3482722
نړیواله ډله: د قرآن کریم د سیالو یو دوه د کاناډا په میسیسوګا (Mississauga) ښار کښې د مسلمانانو محصیلانو د انجمن لخوا ترسره کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، له ایونت برایت څخه په نقل، د اسلامي ښودو کلتوري موسسه i3 د کاناډایې محصیلانو ترمینځه د قرآن کریم د حفظ ځانګړې دوره ترسره کوي.
دا سیالۍ به اسانه ، منځنۍ او پرمختللي په درې کچو کې ترسره کیږي او لومړي مقام ترلاسه کونکې ته به جایزې ډالي کېږي.
دا سیالۍ به په لاندې ورکړي پنځه سطحو کښې ترسره کېږي.
د التکاثر سورت، نوې مسلمانانو لپاره چې د مسلمانۍ یې له یو کال کم وخت شوي.
د نباء سورت، دهغه کسانو لپاره چې له قرآن څخه یې واړه سورتونه حفظ کړي دي.
د یاسین سورت، له هغه کسانو لپاره چې له قرآن کریم څخه زیات واړه سورتونه حفظ لري.
د یوسف سورت، له هغه کسانو لپاره چې څو سپارې یا له قرآن کریم څخه یې اوږده سورتونه حفظ کړي دي.
د آل عمران سورت، له هغه کسانو لپاره چې یو برخه یې له قرآن کریم څخه حفظ وي.
دا سیالۍ به د په ۲۵جنورۍ د شنبې په ورځه د کاناډا د اونتاریوی ولایت د میسیسوګا ښار په جامع جومات کښې ترسره کېږي.
د دغه ښار له ۹۰ زره کسانو څخه ۷۵۰ کسان مسلمانان دي.
https://iqna.ir/fa/news/3873652

captcha