د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له
ویبپاڼې څخه په نقل، د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمی نن په تهران کې د اسلامی ایران د وسلوالو ځواکونو دکیفیّت دسټنډرډ نومې لومړنی سیمنار کې ووئیل ،په عین الاسد امریکائی ترهه ګرپوځی مرکز باندې د توغندیو په باران سره د ایران د وسلوال ځواک سخته او درنده څپیړه د توغندیود دقت ، کیفیّت اوچټکتیا له پلوه په ترټولو لوړو سټنډرډونو کې ترسره شوی ده . سردار حاتمی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا جنایتکار اقدام ته ځوابد ایران د ملت په عمومی غوښتنې سره ؤ،روښانه کړې،نن سبا اسلامی ایران،هر تیریګر ته د ځواب لپاره د لازم قدرت او ارادې درستې مولفې لری او هر ګواښ ته به چې په هره سویه وی ، په لوړکیفیّتو لرونکو دفاعی وسلو سره کلک ځواب ورکړی .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو توغندوی یونټد جنورۍ په اتمه نیڼه په لسګونو توغندیو سره دعراق په په الانبار او اربیل ولایتونو کې دامریکا د ترهه ګر پوځ مرکزونه ولړزول او ډیر زیات تاوانونه ئې ورته اړولی دی.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87464