IQNA

د عراق حزب الله: د امریکائي ضد د عراقيانو میلیوني مظاهرو کې دغه خبره د نړیوالو غوږونو ته وروسو

20:11 - January 25, 2020
د خبر لمبر: 3482725
نړیواله ډله: امریکائي ضد میلیوني مظاهرو کې دغه خبره د نړیوالو غوږونو ته رسولې ده چې امریکائي نیواکګر په بین النهریّن ټاټوبي کې هیڅ ځاي نه لري.

د ایکنا راپور له مخې، د المعلومة خبرونو له ویبپانې څخه په نقل، دعراق کتائب حزب ا... ولسی غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له عراق او درستې لویدیځي آسیا سیمې دامریکا ئي نیواکګرو پوځیانو تر وتلو پورې ددغه هیواد د ولس دانقلاب په دوام ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، دعراق ملت ثابته کړې ، چې په پيوستون اوانسجام سره د امریکائي استبداد په وړاندې کلک مقاومت کیدلی شي.
د عراق حزب الله څرګنده کړه: د بغداد په سړکونو باندې دې میلیوني مظاهرو ثابته کړه چې د عراق خلک له خپل بيوستون سره دا قدرت لري چې د امریکا تیرو په وړاندې ودریږي.
د بیانیې په دوام کښې راغلې: د عراق ولس د جمعې په ورځ په امریکائي ضد میلیوني مظاهرو کې دغه خبره د نړیوالو غوږونو ته رسولې ده چې امریکائي نیواکګر په بین النهریّن ټاټوبي کې هیڅ ځاي نه لري .
https://iqna.ir/fa/news/3873941

captcha