د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د چين د روغتيا وزير په دغه بيانيه کښې دې ته په اشارې سره چې دغه درمل په اوس حال کښې د آزمائنۍ وروستۍ مرحلې تېروي وويل: ترڅو نورو ساعتونو پورې به د کرونا ضد درمل بيمارانو ته ويړيا ورکړې شي.هغه زياته کړه په کرونا وائرسو اخته بيمارانو د علاج لپاره د اېچ آئي وي درملو استعمال په اوس حال کښې د بيجنګ په روغتونونو کښې بڼه نيسي.
په ټول چين کښې په دغو وائرسو اخته بيماران لږ تر لږه ۱۹۸۵ تنه دي او په ټوله دنيا کښې يې شمېر له دوه زره شلو نه زيات شوے دے.
تر اوسه په چين کښې لږ تر لږه شپږ پنځوس تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.
https://parstoday.com/ps/news/world-i87529