IQNA

عادل عبدالمهدي:

د عراق حکومت د امریکایې وګرو له ویستلو لپاره ضروري اقدامات پيل کړي دي

10:40 - January 27, 2020
د خبر لمبر: 3482732
نړیواله ډله: د عراق ولسمشر په بغداد کښې د امریکا سفارت په توغندي سره لګیدو په اړه یوه بیانیه خپرولو سره وویل: د عراق حکومت، د بهرنیو ځواکونو د ویستلو لپاره ضروري او لازم اقدامات پيل کړي دي.

د ایکنا راپور له مخې، له سومریه نیوز څخه په نقل، د عراق ولسمشر عادل عبدالمهدي په یوه بیانیه کښې چې په بغداد کښې د امریکا د سفارت په توغندي سره لګیدو په اړه یې صادر کړې ده وویل: یو ځل بیا په بغداد کښې د امریکا د سفارت په انګړ یو توغندی لګیدلی دی، په یو هیواد کښې دننه په ډیپلوماتیک عمارت یرغل تکرار شوی دی.
هغه زیاته کړه دغه اقدامات غیر قانوني دي او د حکومت د کمزورتیا سبب ګرځي او د هیواد د لوړې کچې مصالحو ته تاوان رسوي.
عبدالمهدي په دوام کښې وویل: په کومو شرائطو کښې چې د عراق حکومت، له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پارلمان پریکړې پيل کړي، دغه اقدامات به، عراق په یو جنګي ډګر کښې بدل کړي.
پرون (یکشنبه) شپې ۵ توغندي د بغداد په شین زون سیمه لګیدلې و چې د امنیتي چارواکو د اعلان پر اساس، له دغه توغندیو یو توغندې د امریکا په سفارت لګیدلې وو.
https://iqna.ir/fa/news/3874430

captcha