IQNA

د نایجیریا په جومات ځانمرګي چاودنه کښې درې کسان مړه شوي

21:08 - January 27, 2020
د خبر لمبر: 3482734
نړیواله ډله: د نایجیریا په شمال کښې په جومات باندې ځانمرګي برید کښې درې کسان مړه شوې دي.

د ایکنا راپور له مخې، له KDRTV څخه په نقل، د نایجیریا په جومات د سهار د لمونځ په وخت دوه ځانمرګي حمله کوونکو برید وکړ.

دا برید د یکشنبه په سهار د بورونو د ولایت په ګئوزا ښار کښې ترسره شوې دې.

د نایجیریا رسنیو په دغه برید کښې د درې کسانو د وژلې کیدو خبر ورکړې دې.

تراوسه هیڅ یو کس یا ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستلی. داعش او بوکوحرام ترهګرې ډلي په دغه سیمه کښې خپل فعالیتونه لري.

https://iqna.ir/fa/news/3874476

captcha