IQNA

طالبان د امریکایې یوې چورلکې نسکورولو ادعا کړې

10:25 - January 28, 2020
د خبر لمبر: 3482735
نړیواله ډله: طالبانو ډلې ادعا کړې چې د امریکې یو پوځې چورلکه یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې نسکوره کړې ده.
د ایکنا د راپور له مخې، له اسپوتیک څخه په نقل، د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکايي ځواکونو د یوې وړونکې الوتکې د نسکوریدو په هکله د رپورټونو له خپریدو وروسته د طالبانو ویاند د دغه هیواد په پکتیکا کښې د طالبانو په لاس د یو پوځي هیلي کوپټر د نسکوریدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله په یو ټویټر پیغام کښې اعلان کړې چې د غزني له پیښې وروسته، نن ماښام د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته نژدې سیمه کې د مزدورو عسکرو چورلکه(هلیکوپتر) رانسکوره او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.
د چورلکې(هلیکوپتر) عمله او سپاره عسکر ټول له منځه تللي.
https://iqna.ir/fa/news/3874696
captcha