IQNA

ټرامپ د پیړۍ د معاملې له طرحې پرده اوچته کړه

21:48 - January 28, 2020
د خبر لمبر: 3482737
نړیواله ډله: د امریکا ولسمشر نن، ۲۸ جنوری، د صهیونیسټو د لومړي وزیر په شتون کښې په رسمي توګه د پیړۍ د معاملې له طرحې پرده اوچته کړه.

د ایکنا راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پیړۍ د معاملې په نوم خپلې طرحې پرده اوچته کړه.
ټرامپ په سپینې ماڼۍ کښې په یو خبري غونډه کښې د اسرائیلو لپاره د «سولې یو ګام» له طرحې څخه پرده اوچته کړه او ادعا یې وکړه چې دا طرحه له افراط ګرۍ سره په مقابلې کښې به ملاتړ کوي.
هغه په ادامه کښې وویل چې د دې طرحې پر اساس د صهیونیسټو امریکایې سوله، امریکا ټول قدس د صهیونیسټو رژیم د خاورې برخه ګڼلي او د دغه رژیم په نیولي شوي جولان باندې د حاکمیت ادعا یې هم په رسمیت مني.
ټرامپ وویل چې زمونږ د وړاندیزونو طرحه ۸۰ پاڼې او له جزئیاتو ډکه طرحه ده چې تراوسه وړاندې شوي ده، دا طرحه، د دواړو اړخونو لپاره د ګټې وړاندیز دی.
هغه څرګنده کړه: ما د اسرائیلو لپاره ډیر کارونه ترسره کړي، او هیڅکله به داسې کار ونکړم چې د اسرائیلو امنیت په خطر کښې واچوم.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه به اورشلیم (قدس) تل پاتې وي.
https://iqna.ir/fa/news/3875000/

captcha