IQNA

په عراق کښې د امریکا یوه پوځې بار وړونکې الوتکه نسکوره شوې ده

20:44 - January 29, 2020
د خبر لمبر: 3482741
نړیواله ډله: د الفرات نیوز ویبپاڼې د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکا د یوې پوځې بار وړونکې الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د عراق د الفرات نیوز ویبپاڼې خبر ورکړ، د خبري سرچینو لخوا د لومړي خبرونو پر اساس د عراق په الانبار ولایت کښې سي - ۲۷ جي اسپارتان پوځې بار وړونکې الوتکه نسکوره شوې ده.
د الفرات نیوز لیکلي، تراوسه هیڅ یو عراقي چارواکې یا د امریکا د دفاع وزارت پینټاګون د دې خبر په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
العربیه چینل هم د خپلې ټویټر په پاڼه د عراقي له رسنیو څخه په نقل د الانبار په ولایت کښې امریکایي الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړی دی.
د امریکا سي - ۲۷ جي اسپارتان پوځې بار وړونکې الوتکو جوړیدل له ۱۹۹۷ کال پيل شوې او په کال ۲۰۰۴ کښې د امریکا هیوایې ځواک ته سپارلې شوې دي. دغه الوتکه د ځواکونو، ټپیانو، سمندري ګشت او همداشان په اوږ سفر د مهماتو لیږلو لپاره کارول کېږي.
دغه الوتکه له شپږو ډاکټرانو سره د ۳۶ ټپیانو تختونو یا د ۴۶ کسانو د وړلو توان لري.

https://iqna.ir/fa/news/3875134/

captcha