IQNA

د عراق د کابینې جوړولو دنده محمد علاوي ته وسپارلې شوه

21:58 - February 01, 2020
د خبر لمبر: 3482751
نړیواله ډله: د عراق ولسمشر نن د فروري دویمه نیټه باندې د دغه هیواد د نوې کابینې جوړولو دنده محمد توفیق علاوي ته ورپه غاړه کړه.

د ایکنا راپور له مخې، له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق نوي لومړي وزیر محمد توفیق علاوي، نن د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هیواد ولسمشر برهم صالح هغه د نوي حکومت جوړولو لپاره ټاکلی دی.
هغه په عراق کښې له مظاهرې کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اعتراضاتو ته دوام وکړي او تینګار یې وکړ چې که د اعتراض کوونکو مطالبات یې ترسره نکړل نو د لومړي وزیرتوب حق نه لري.
یادونه، محمد علاوي له ۲۰۲۰ کال څخه وروستو، د عراق د پارلمان په دوه دورو کښې شتون لرو، هغه همداشان د نوری المالکي په حکومت کښې د ارتباطاتو وزیر وو.
https://iqna.ir/fa/news/3875739

captcha