د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو له ویبپاڼې څخه په نقل، د یمن په صنعا او صعده کې په لکونو مظاهره چیانو د خپلو چغو په پاي کې په اعلامیې کې همدرااز د وحشي او غاصب صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فلسطین له مظلوم ملته ئې د درست اسلامی امت په یوه خوله د ملاتړ او جدي ګام پورته کولو غوښتنه هم کړې ده .
په دغو دستورو کې د یمن د لوړې سیاسی کمیټې مشر محمد علی الحوثي پخپلې وینا کې وئيلي ، دیمن ولس به د فلسطین له آئيدا خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د پيړۍ دمعاملې رسوائي به نړۍ ته وروښئ . هغه وئيلی هغه کسان چې د پيړۍ له معاملې سره مخالفت نشي کولی ، د جنګیدو او دخپلو ملتونو د ساتلو توانمنۍ هم نه لري .
وروستي راپورنه ښئ چې د انګلستان دپارلیمان یو سل درې دیرشو استازو هم دپيړۍ دمعاملې له پلان سره په مخالفت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن غږ کړی ،د پيړۍ د معاملې امریکائي پلان دې رد کړي ، ځکه دغه پلان د نړیوالو قوانینو او د فلسطین د ملت حقوقو ته د ګوزار ورکول دي .
راپورونه ښئ چې د پيړۍ دمعاملې د پلان په ضد د پاکستان په لسګونو ښارونوکې هم پرون له جمعې لمانځه وروسته سترې مظاهرې شوي او د فلسطین له ولس او ټاټوبي سره خپل ملاتړ او پيوستون اعلان کړی دی.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87655