IQNA

په تاجیکستان کښې د مرکزي اسیا تر ټولو لوې جومات پرانیستا وشوه

23:02 - February 03, 2020
د خبر لمبر: 3482759
نړیواله ډله: د مرکزي آسیا تر ټولو لوې جومات، د تاجکیسان په پلازمینې دوشنبه ښار کښې پرانیستې شو.

د ایکنا راپور له مخې، له Aki Press څخه په نقل، د تاجیکستان د جوړولو او ودانۍ ادارې خبر وکړ: دا جومات د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشته کښې د قطر د امیر په شتون سره پرانیسلې کېږي. خو کتنه به ترې له د ۲۰۲۰ کال د مارج میاشته کښې ترسره کېږي.
د دې جومات د بنسټ ایښودو مراسم د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کښې ترسره شوي وو، دا جومات چې د تاجیک او قطر د پوهانو په همت له ۱۴ منارو چې هر یو به ۷۵ متر لوړوالی ولري او یو اصلي ګنبد چې ۴۷ میټره دې او ۲۰ واړه ګنبدونه لري. په دې جومات کښې به تر ۱۲۰۰۰۰ کسان ځای کېږي.
دا جومات د دوشنبه ښار په خوا کښې جوړ شوې او یو کتابتون، موزه او یو د داکتر د کلینک لپاره یوه کوټه لري د دې پروژې لګښت تر ۱۰۰ میلیونه امریکائي ډالر دی.
https://iqna.ir/fa/news/3876228/

captcha