IQNA

د لندن د ترهه ګرې حملې عامل امان څوک و؟

23:07 - February 03, 2020
د خبر لمبر: 3482760
نړیواله ډله: شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د لندن د پولیسو له قوله راپور ورکړ چی په لندن کې هغه بریدګر وپېژندل شو چې پرون یې پر خلکو د چاکو برید وکړ او وروسته د پولیسو  په ډزو کې ووژل شو.
شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.
د چاکو  په برید کې یې درې کسان ټپي کړل.
په انګلستان کې په وروستیو کلونو کې څو ترهه ګرې حملې شوی دی چی په دغو حملو کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .
د انګلستان په شمول اروپایی هیوادونو چی په سوریې کې یې پرتو ترهه ګرو ته د مرسته رسولو لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه ونکړه ، حاضر دمه د داعش د ترهه ګرې ډلې د اروپایی غړیو له ستنیدا او ترهه ګرو حملو سره مخامخ شوی دی 
https://parstoday.com/ps/news/world-i87709
captcha