د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له
ویبپاڼې څخه په نقل، آيت الله محمد امامي کاشاني نن د تهران د جُمعې د نمانځه په خطبو کښې د دې په بيانولو سره چې د 1979 کال د فرورۍ په يولسمه نېټه د ايران د اسلامي انقلاب کاميابي د مسکبرانو د سپېرو مقاصدو د پوره کېدو خنډه وګرځېد وويل، په ايران کښې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ سره په يو وخت د سيمې او اسلامي هېوادونو خلقو هم په سيمه کښې د صهيونېسټانو او امريکنيانو د دسيسو په مقابل کښې مقاومت او پاڅون شروع کړ.هغه همدارنګ تاکيد وکړ له دې امله چې د پېړۍ معامله نومې پلان په حقيقت کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم لپاره د پېړۍ رسوائي ده واضحه کړه: د سيمې او فلسطين خلق به له دغه امريکائي – صهيونېستي پلان سره مقابله وکړي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو وختونو کښې د پېړس معامله نومې خپل د سازباز پلان چې له صهيونېسټ رژيم سره د ټول قدس شريف او د لويديځې غاړې موجوده ښارګي يوځاے کول او د فلسطينيانو د ستنېدو حق ته بې پامي پکښې شامل دي مخکتنه وکړه.
زياترو هېوادونو او د ټولې نړۍ سياسي او ديني شخصيتونو او چاوراکو او په تېره بيا د نړۍ مسلمانانو دغه پلان غندلے دے.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87790