IQNA

د قزاقستان لوې مفتي استعفا ورکړه

10:47 - February 08, 2020
د خبر لمبر: 3482771
نړیواله ډله: د قراقستان لوې مفتي سریکبای کاژی اوراز د ناروغۍ لامله استعفا ورکړه.

د ایکنا راپور له مخې، له آکی پریس څخه په نقل، د قراقستان لوې مفتي سریکبای کاژی اوراز د ناروغۍ او د بدني کمزوری لامله خپلې عهدې څخه استعفا ورکړه.
هغه د قزاقستان د دیني چارو ادارې په نهمه غونډه کښې خپل استعفا وړاندې کړه. سریکبای کاژی اوراز په ۲۰۱۷ کال کښې د قزاقستان د مسلمانانو د دیني چارو ادارې د مشر په توګه او د دغه هیواد د لوي مفتي په توګه ټاکلی شوی وو.
نوروزبي کاژي د قزاقستان د نوې لوې مفتي او د سریکبای د ځای ناستي په توګه ټاکلی شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/3877098/

captcha