IQNA

د رهبرۍ ستر مقام :باید پیاوړي شو چی جنګ ونشي

21:53 - February 08, 2020
د خبر لمبر: 3482774
نړیواله ډله: که د امریکا پخوانی ولسمشر د دغه رژیم شیطانی لاره په پوښښونو کې تعقیبوله ، نن د نورو شتمنیو ته د امریکایانو طمع ، فتنه جوړونه ، انحراف او جنګ غوښتنه څرګنده او له پوښښ پرته ده اود ایرانی ملت د دښمنانو دا باطله لاره په پریکنده په ماتې محکومه ده .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د ایران د ددرستو قواو قوماندان حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په درستو اړخونو په تیره بیا دفاعی زمینه کې د ایران د پیاوړتیا په ضرورت په ټینګار سره وفرمایل د دې لپاره چی جنګ ونشی او ګواښ ختم شی باید پیاوړی شو .حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د ایران د پوځ د دافع ځواک او هوایی ځواک له کارکونکیو او قوماندانانو سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی کمزورې والې دښمن هڅوی چی چی اقدام وکړی زیاته کړه مونږه د هیڅ ملت او هیواد په ګواښلوپسې نه یو بلکې د هیواد د امنیت په ساتلو او له ګواښه په مخنیوی پسې یو .
د رهبرۍ ستر مقام په بیلا بیلو اړخونو کې د دفاعی اساس د پیاوړتیا ، د مهمو کارونو په پرمخ بوتلو کی ځیړتیا ، او له وړتیاو او ظرفیتونو د زیاتې  استفادې سپارښتنه وکړه  او ویې فرمایل که د امریکا پخوانی ولسمشر د دغه رژیم شیطانی لاره  په پوښښونو کې تعقیبوله ، نن د نورو شتمنیو ته د امریکایانو طمع ، فتنه جوړونه ، انحراف او جنګ غوښتنه څرګنده او له پوښښ پرته ده اود ایرانی ملت د دښمنانو دا باطله لاره په پریکنده په ماتې محکومه ده .
د رهبرۍ ستر مقام  همداراز د ایران پرضد د امریکا بایکاټونو ته په اشارې سره جوته کړه ګواښونه به په فرصت بدل شی او بایکاټ چی یو جنایتکارانه حرکت دې ، د ډیرو مشکلاتو د اواری او تیلو پورې له اړوند والی د هیواد د ژغورلو عامل کیدلې شی .
د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه البته د امریکا د واکمن پلاوی دننه ځینې ځیر کسان دغې موضوع ته متوجه دی او ویلی یې دی چی باید اجازه ورنکړو ایران له تیلو پرته اقتصاد تجروبه کړی او په همدې دلیل باید یوه لاره پرانیزو چی د ایران اقتصاد په کلی توګه د تیلو په پیسو جلا نشی چی مسولان په تیره بیا اقتصادی مسولان باید په دې هکله ځیر ووسی .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87810
captcha