IQNA

له امریکایی ترهه ګر پوځیانو څخه د افغانانو د وینو غچ اخستل

23:24 - February 09, 2020
د خبر لمبر: 3482778
نړیواله ډله: دا حمله په داسې حال کې شوي ، چې طالبانو ډلې د جنورۍ په ۲۷نیټه د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا یوه ډيره ماډرن جاسوسي الوتکه نسکوره کړې وه
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ له ویب پاڼې څخه په نقل، د افغانستان د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې ځاي سرچینو  وئيلي دي د افغانستان د ځانګړي ځواک یو مامور د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو په لور په ناڅاپي ډزو سره  اته ترهه ګر امریکائي پوځيان هلاک کړي دي .په افغانستان کې د امریکاپوځي قوماندانۍ  د افغانستان په ختیځ کې په امریکائي پوځيانو څو ساعته مخکې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو هلاکت ته له اشارې پرته  دغه حمله تائيد کړې ده .
 د امریکا این بی سی نیوز خبری چینل  هم پخپل خبری  سایټ کې  د امریکائي  چارواکو له قوله دیوشمیر امریکائي پوځّیانو  دهلاکت خبره کړې ده .
تر دې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو په مینځ کې د طالبانو نفوذي عناصرو په ځلونو په افغان او بهرنیو پوځیانو خونړۍ حملې کړي دي.
 دا  حمله په داسې حال کې  شوي ، چې طالبانو ډلې د جنورۍ په ۲۷نیټه د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا یوه ډيره ماډرن جاسوسي الوتکه نسکوره کړې وه .  د دغې الوتکې د نسکوریدا او د هغو دمرګ ژوبلو په باب د پنټاګان د چارواکو پټول له ډيرو نیوکو او شکونو سره یو ځاي شوي دي .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87829
captcha