د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو څخه په نقل، د افغانستان د بشری حقوقو یوه اورګان د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، په دغه هیواد کې په تیرې یوې میاشتې کې د امریکا په هوائي حملو کې اولس ماشومان وژل شوي دي .په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،په جنورۍ میاشت کې د اولسو ماشومانو،پنځو ښځو او څلورو سړیو پشمول شپږویشت عام افغانان وژل شوي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي،دغه کسان په هرات،فراه،لغمان،بلخ،کندوز، بادغیس او اورزګان ولایتونو کې په بیلابیلوهوائي حملو کې وژل شوي دي.
د امریکا د ترهه ګرپوځ هوائي حملې په افغانستان کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا یو دلیل دی چې د بشري حقوقو د اورګانونو او موسسو او د افغان حکومتي چارواکو او سیاستوالانو او ولسی استازو له ډيرو نیوکو سره سره هماغه راز دوام لري .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87836