IQNA

د ایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب ۴۱ کلیزه دې ټولو ته مبارک وي

23:57 - February 11, 2020
د خبر لمبر: 3482787
په درست اسلامی ایران کی شپږ زره ایرانی او بهرنی خبریالان د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریون دستورواو د سباون لسیزې پروګرامونو ته پوښښ ورکوی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ له ویبپاڼې څخه په نقل، د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په لاریون کې د بیلا بیلې پرګنې او مختلفو عمرونو خلک په تیره بیا د انقلاب څلورم نسل ډیر جوت دې او د سردار شهید سلیمانی د شهادت له څلویښتی سره په یو وخت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې یو وخت والی لاریون ته یو خاص رنګ ورکړې دې .د ایران ملت نن  په زرو ښارونو او څلور زره دوه سوه کلیو کې د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم او میلیونی لاریون کې په خپل ګډون سره نړیوالو ته وښودله چی اسلامی انقلاب ژوندې ، ولایت مداره او د جهاد او مقاومت په رڼا کې خپلې لارې ته  په قدرت سره دوام ورکوی .
ایرانیان په داسې حال کی چی د اسلامی ایران بیرغونه یې په لاس کې دي مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکویایرانی ملت په دغه عظیم لاریون کې په خپل پراخ او ولولناک شتون سره یو ځل بیا د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره بیا بیعت کوی . د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په لاریون کې د بیلا بیلې پرګنې  او مختلفو عمرونو خلک په تیره بیا د انقلاب څلورم نسل ډیر جوت دې  او د سردار شهید سلیمانی د شهادت له څلویښتی سره په یو وخت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې یو وخت والی لاریون ته یو خاص رنګ ورکړې دې .
 په درست اسلامی ایران کی شپږ زره ایرانی او بهرنی خبریالان د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریون دستورواو د سباون لسیزې پروګرامونو ته پوښښ ورکوی .
د ایران خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې همداراز د امریکا او صیهونیسټ رژیم د بیرغونو په سوزولو او د امریکایی ترهه ګرو د تابوت په وړلو سره له لویدیځې اسیا د هغو د وتلو په ضرورت ټینکار وکړ.
مونږه هم یو ځل بیا د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکی واړندی کوو.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87874
captcha