IQNA

د بیت المقدس مفتي اعظم:

له پیړۍ معاملې سره تړون حرام او خدای او پيغمبر صلی الله علیه و آله سره خیانت دی

22:10 - February 12, 2020
د خبر لمبر: 3482791
د بیت المقدس مفتي اعلظم شیخ محمد حسین د پیړۍ معاملې سره له هر ډول تړون او تعامل په خلاف فتوا صادره کړه.

د ایکنا راپور له مخې، د روسیا الیوم خبري آژانس له ویبپاڼې څخه په نقل، شیخ محمد حسین په خپله بیانیه کښې څرګنده کړه: هر څوک که له پیړۍ معاملې سره وړوکې تعامل هم ولري، له خدای او پيامبر صلی الله علیه و آله، او الاقصی جومات، بیت المقدس او فلسطین سره خیانت کړۍ.
هغه دې ټینګار سره چې د پیړۍ معامله، بیت المقدس له خپلو مالکانو څخه تښتولی او د فلسطین د کډوالو خلکو مشروع غوښتنه او حقوق یې ترپښو لاندې کړي، زیاته کړه: دا طرحه مسلمانان له لومړۍ قبلې او د پیغمبر صلی الله علیه و آله د عروج له ځایه محرومه وي.
د بیت المقدس مفتي اعظم د دې بیانیه په دوام کښې وویل: دا طرحه د فلسیطن د خلکو په ځمکه کښې د هغوي د ژوند د حقوقو تر ښپو لاندې کولو لپاره ده او د فلسطین د ځمکې لویه برخه چې د شهیدانو له پاکو وینو سره معطره ده، د رژیم صهیونسټ په اختیار کښې ده او دغه طرحه له صهیونیسټي رژیم څخه غیر عادلانه ملاتړ کوي.
شیخ محمد حسین د دغه غیر عادلانه طرحې او د فلسطین خلاف وړاندیزونو او د خلکو ترمینځه تاوتریخوالې رامینځته کولو مخنیوي لپاره له نړۍ څخه د اقدام غوښتنه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/3878332

captcha