IQNA

د شهید سردار سلیماني د څلویښتۍ په مراسمو کښې د نجف د خلکو پراخه مظاهرې

19:33 - February 14, 2020
د خبر لمبر: 3482794
د نجف په زرګونو خلکو د شهید سردار سلیماني او ابومهدي المهندس د شهادت د څلویښتۍ په مراسمو کښې د په عراق کښې د امریکایي ځواکونو د شتون په خلاف مظاهرې ترسره کړې.

د ایکنا راپور له مخې، د الاتجاه د ټلویزیوني چینل له ویبپاڼې څخه په نقل، په دغه لاریون کښې ګډون کونکو د شهید سردار سیلماني او د هغه د ملګرو د شهادت څلویښتې لمانځلو سره د له امریکایي ځواکونو زر تر زه له عراق څخه وتلو غوښتنه وکړه.
په دغه تظاهراتو کښې ګډون کوونکو چې د عراق سیاسي او دیني شخصیتونو او د حشد الشعبي او نورو مقاومتي ډلو په کښې شتون لرلو د نجف په وادي السلام هدیرې کښې د شهید ابومهدي المهندس په مزار حاضري ورکړه. دا مظاهرې د شیهدانو د څلویښتۍ لمانځلو او په عراق کښې د امریکایانو د شتون رد کولو په عنوان سره ترسره شوي.
په دې مراسمو کښې ګډون کوونکو په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم او امریکا په هدفونو ناکامولو کښې د مرجعیت او ولایت فقیه رول ستاینو او د اسرائیلو او امریکا په خلاف شعارونه ورکولو سره، په عراق، لبنان او ایران او نورو سیمو کښې د مقاومت د ډلو د اتحاد پر ضرورت ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/3878699

captcha