IQNA

د اسټرالیا د مسلمانانو د هویت د څیړنې غونډه ترسره کېږي

20:15 - February 14, 2020
د خبر لمبر: 3482797
د پاکستان د سولې مطالعاتو موسسه (PIPS) د اسټرالیا د عالي کمیسیون په مرسته، د پاکستان پلازمینې اسلام آباد په ښار کښې د مسلمانانو د هویت په اړه یوه غونډه ترسره کوي.

د ایکنا راپور له مخې، له دنیوز څخه په نقل، د پاکستان د سولې د مطالعاتو موسسه د اسټرالیا د عالي کمیسیون په مرسته د اسټرالیا د مسلمانانو د هویت په اړه یوه غونډه ترسره کوي.
د اسټرالیا د وسټرن پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسي علمونو پاکستاني استاد «ثمینه یاسمین» به په دغه غونډه کښې وینا کوي.
هغې د اسلامي نړۍ د سیاسي مسئلو په اړه څو کتابونه لیکلې دې، همداشان د نړیوال امنیت په هکله ملي مشورتي کمیټۍ، د اسټرالیا کلتوري څو مشورتي شوار، د اسټرالیا د مهاجرانو د خدمت شورا او د دغه هیواد د استراتژیک سیاست موسسې او په ملي ورځې شورا کښې کار کوي.
دا غونډه به د دوشنبې په ورځ د پاکستان په اسلام آباد ښار کښې ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/3878666

captcha