IQNA

النجباء: امریکایي ځواکونو ته پوځي ځواب ورکولو لپاره شمېر بیرته پيل شو

9:50 - February 16, 2020
د خبر لمبر: 3482799
د النجباء غورځنګ ویاند خبر ورکړ چې په عراق کښې موجود امریکایي ځواکونو ته پوځي ځواب ورکولو لپاره شمیر پيل شو.

د ایکنا راپور له مخې، له روسیا الیوم څخه په نقل، د النجباء غورځنګ ویاند په یو خبري غوڼده کښې خبر ورکړ چې په عراق کښې موجود امریکایي ځواکونو ته پوځي ځواب ورکولو لپاره بیرته شمیر پيل شو.
هغه زیاته کړه: دغه شمېر په عراق کښې د حاکمیت تحقق او د امریکا ترهګرو پوځیانو ته ځواکي ځواب ورکولو لپاره چې د عراق پارلمان د دوي د ویستلو رای ورکړې وه، پيل شوی دی.
د النجباء غورځنګ ویاند وویل: زمونږ ځواب د شهید فرمانده جمال چې اصل نوم یې د حشد الشعبي سازمان مشر ابومهدی المهندس وو او له سردار سلیماني سره په امریکایې برید کښې شهید شوې وو، په نوم عملیات ترسره کوو.
د النجباء غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي د جمعې په ورځ په عراق کښې د حرم نه دفاع کوونکو شهیدانو په څلورم کنفرانس کښې وویل: د سردار قاسم سلیماني له شهادت څخه وروستو، مقاومت د دفاع له حالت څخه اوس برید کوونکې حالت ته بدل شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې امریکایې جنګي الوتکې هره ورځ د عراق له حاکمیت څخه سرغړونه کوي، خو اوس د امریکا د ترهګرو پوځیانو د ویستلو لپاره شمیر پيل شوې دې.
https://iqna.ir/fa/news/3878992/

 

captcha