IQNA

دمقاومت چورلیز نړیوال استکبار لالهانده کړی

22:47 - February 16, 2020
د خبر لمبر: 3482801
د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا جنایت به په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دپاي لپاره پیلامه شي .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د  عمومی منشي  مرستیال شیخ نعیم قاسم  په جنوبی بیروت کې په یولړ دستورو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  خپلواکي له مقاومت پرته ممکنه  نه ده ، وئیلي دي ،له نړیوال استکبار سره د مقاومت د چورلیز مخامخیدا، د سیمې او نړۍ  دمستضعفینو لپاره یوه بیلګه کیدلی شی .شیخ نعیم قاسم د وحشي صهیونیسټي رژيم په وړاندې مقاومت، له  ظلم اوسلطه ګرۍ سره مبارزه  بللې او وئيلي ئې دي ، دمقاومت چورلیز  نړیوال استکبار سربداله اولالهانده کړی دی .
همداراز د لبنان د حزب ا... داجرائي شورا مرستیال مشر شیخ علی عموش هم  له العهد خبری سایټ سره په خبرو کې  په دې خبرې سره چې  امریکا د مقاومت دقوماندانانو په ترور سره  په سمیې کې د اوسني  انډول  په بدلولو پسې وه ،یادونه وکړه، د مقاومت چورلیز په سیمې کې د امریکا د دسیسو په ناکامولو سره  په درستو جبهو کې په ډګر کې بریالی دی .
شیخ دعموش همداراز د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دقوماندان سردار قاسم سلیماني او ورسره د مبارزانو دجنازو په دستورو کې د ایران  او عراق د میلیونونو خلکو شتون ته په اشارې سره ټينګار کړی، د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا جنایت  به په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دپاي لپاره پیلامه شي.
captcha