IQNA

په انتخاباتو کښې ګډون شرعي او ملي دنده ده

21:16 - February 18, 2020
د خبر لمبر: 3482810
تهران (ایکنا) ــ د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په انتخاباتو کښې ګډون د خلکو شرعي ، ملي او انقلابي دنده او مدني حق وباله.

تهران ایکنا، ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په انتخاباتو کښې ګډون د خلکو شرعي ، ملي او انقلابي دنده او مدني حق وباله او د پرتمینه ګډون او د ښه انتخاب دوو (۲) مهمو رکنونو ته په اشارې سره وویل
انتخابات یو() عمومي جهاد او الهي نعمت او امتحان دی او که چیرې د زیاتو خلکو په ګډون سره وشي د هیواد د پیاوړتیا او د اسلامي نظام د عزت سبب او د دسیسو په وړاندې به د مصونیت د رامینځته کیدا او د قوي ایران د زمینه جوړونکي به وی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د اذربایجان شرقي له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د دوستانو او د دښمانانو سترګې د فرورۍ د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انتخاباتو ته دي زیاته کړه د دښمانانو د ناهیلي کیدا یوازنۍ لاره د ایران قوي کیدل دي او د قوي ایران یو (۱) مصداق قوي پارلمان دی داسې پارلمان چې وکولی شي د ضروري قوانینو په تصویبولو او ښې لارې ته د حکومتونو په هدایتولو سره هیواد ته خوندیتوب وربښي .
د مشر تابه ستر مقام په انتخاباتو کښې انقلابي خلکو ته له ګروهنې څخه د ایران د خلکو د پښیمانه کولو لپاره د انګلستان د فارسۍ ژبې یوې (۱) رسنۍ ته د سیمې د یوه (۱) دښمن هیواد لخوا د تیلو د زیاتو ډالرو د ورکولو په هکله راپور ته په اشارې سره وویل دغه راپور د دې ښودنه کوي چې د انتخاباتو کیفیت او څرنګوالی تر کومه حده مهم دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په بلې برخې کښې د ایران او د انتخاباتو په هکله د امریکا د چارواکو د وروستیو چټي خبرو په هکله وویل امریکا غوښتل د قاسم سلیماني په ټرور سره چې په سیمه کښې یې ژور اغیزونه ولرل په سیمې سلطه پیدا کړي خو خبره اپوټه شوه او په بغداد کښې د امریکا ضد ستر لاریون ، د سوریې او د حلب مسائیلو او د سیمې نورو پیښو د واشنګټن د غوښتنو په اپوټه نتیجه ولرله .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې دښمن نه یوازې د سردار قاسم سلیماني د ټرور په پیښه بلکې په یوه(۱) څلویښت(۴۰) کلن جنګ کښې په دائمي توګه د ایران له ملت څخه ګوزار او ماتي خوړلي ده زیاته کړه امریکا په دغو ټولو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې د اسلامي نظام د نسکورولو لپاره ټولې سیاسي ، پوځي ، امنیتي ، اقتصادي ، کلتوري او رسندوي وسلې وکارولې او هر مکمن اقدام یې ترسره کړ خو د ایران اسلامي نظام نه یوازې نسکور نشو بلکې پیاوړی شوی او په مقابل کښې امریکا له پخوا څخه زیاته کمزوري شوي ده .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د امریکا د زیاتیدونکي کمزورۍ په بیانولو سره د امریکا اوسنی ظاهر په مخ باندې نقاب اچونکی وباله او زیاته یې کړه امریکا په دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) میلیارډه ډالر پوروړي کیدا سره د نړۍ تر ټولو زیات پوروړی هیواد دی او په دغه هیواد کښې د خلکو د پرګنو ترمینځ اختلاف ویرونکی او له بل هر وخت څخه زیات دی .
هغه حضرت په امریکا کښې د توپیر ، د پرګنیز واټن ، بې وزلۍ او د جنایت بوږنونکو واقعیتونو او شمیرنو ته په اشارې سره چې د وینه (خوره) په شان یې د هیواد کمزوري کولو هڅه پیل کړي ده ټینګار وکړ هماغه ډول چې د ټایټانیک د کشتۍ په شان پرتمینوالی او جلال د دغه کشتۍ د ډوبیدا مخه ونه نیوله د امریکا د ظاهري ارایش او دهغې د پرتمینوالي او د جلال لپاره هڅه هم د دغه هیواد د ډوبیدا خنډ نه کیږي او امریکا به په اوبو کښې ډوبه شي . 
تهران پښتو راډیو ویبپاڼه

captcha